کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٥): د افغانستان جمهوري رياست دفتر وايي، کابل کې پر امريکايي پوهنتون د بريد طرحه او مديريت پاکستان کې پلان شوى، چې په دې اړه اسناد او شواهد ياد شوي هېواد ته سپارل شوي دي.
د ولسمشر مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي، پژواک خبري اژانس ته وويل: "موږ پاکستان ته بشپړ اسناد او شواهد چمتو کړي او دا په ګوته کوي، چې دا بريد د کرښې له پورې غاړې طرحه او پلان شوى دى، اوس له پاکستان څخه د عملي ګامونو پورته کولو غوښتنه کوو، څو د افغان ولس د قناعت وړ وګرځي."
د هاشمي په وينا، دا موضوع د هغه ستر بحث برخه ده چې سيمه کې له ټولو ترهګريزو ډلو سره له توپير او قيد پرته مبارزه په ډاګه کوي.
د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ٣مه) درېيو وسله والو بريدګرو د کابل دارالامان اړوند سيمه کې د افغانستان پر امريکايي پوهنتون لومړى يو ځانمرګي بريد وکړ او دوه نور بريدګر له امنيتي ځواکونو سره له١٠ ساعته نښتې وروسته، ووژل شول.
د امنيتي مسوولينو د معلوماتو له مخې، په ياد بريد کې يو ښوونکى، اووه محصلين، د پوهنتون دوه ساتونکي او درې افغان امنيتي سرتېري ووژل شول، ٩ پوليس او د پوهنتون ٣٦ محصلين او کارکوونکي ټپيان شول.
د افغانستان ملي امنيت شورا، له بريد څخه يوه ورځ وروسته د ولسمشر په مشرۍ يوه فوق العاده غونډه کې دا پېښه وڅېړله.
د جمهوري رياست دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د ملي امنيت لوى رياست اسنادو څېړنې او موندنې څرګندوي چې ياد بريد له پولې هغه غاړه پلان او تنظيم شوى دى او د پېښې په اړه نوره څېړنه اواسنادو تر لاسه کول لا هم دوام لري.
محمد اشرف غني د ياد بريد په تړاو د پاکستان له لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره ټېليفوني خبرې وکړې او د "ترهګرو" په وړاندې يې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه چې دا بريد يې پلان کړى دى.
راحيل شريف ژمنه وکړه چې د پېښې له څېړنې وروسته به د اقداماتو څرنګوالي په اړه افغانستان ته معلومات ورکړي.
خو د پاکستان "ډاون" ورځپاڼې د پاکستان امنيتي سرچينو په قول کاږلي، ياد هېواد تر اوسه د بريد کوونکو او پاکستان کې مېشت ځينو کسانو تر منځ د ټېليفوني اړيکې کومه تخنيکي نښه نه ده تر لاسه کړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP