Language

په بلخ کې د ٣٤٠ ميليونو افغانيو په مالي لګښت د پروژو چارې پيل شوې

مزارشريف (پژواک ٦ وږى ٩٥): په بلخ ولايت کې د ٢٥ ټولګټو پروژو او هم د تاشقرغان تنګي د ويجاړ شوي سړک د جوړېدو چارې، چې پر ټولو ٣٤٠ ميليونه افغانيۍ لګښت راځي، پيل شوې.

د کليو او پراختيا وزير نصيراحمد دراني، نن د يادو ٢٥ پروژې د بنسټ ډبرې ايښودو په مراسمو کې وويل، چې دغه پروژې د ١٦٨ ميليونو افغانيو په مالي لګښت د دې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې ترسره کېږي.

ده زياته کړه، په دې پروژو کې د ښوونځيو، سړکونو، څاګانو او دې ورته نورو عام المنفعه پروژو جوړېدل شامل دي.

نوموړي دغه راز د تاشقرغان د يوې برخې د سړک چې د سېلاب له امله وړل شوى و، د جوړېدو چارې هم پيل کړې.

د تاشقرغان دا تخريب شوى سړک چې د شمال په لويه لاره د سمنګان – مزارشريف ترمنځ موقعيت لري، ١٥٠ متره اوږدوالى لري.

دراني وويل چې د دې سړک د سيند له غاړو سره ١١٠٠٠ متر مکعب استنادې دېوال هم جوړېږي، چې د دې پروژې ټول لګښت ١٧٢ ميليونه افغانۍ دى، چې په راتلونکو لسو مياشتو کې به جوړ شي.

د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد بيا د دې سړک د بيا جوړېدو د کار د پيل پر ځنډ نيوکه وکړه او ويې ويل، سره له دې چې د جوړېدو لګښت يې زيات دى، خو بايد په اساسي ډول ورغول شي.

د کليو د پراختيا وزير د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په بلخ ولايت کې د دې وزارت له لوري د ٤٠٠ ميليونو افغانيو په ارزښت پروېژ تر کار لاندې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.