ښرنه (پژواک، ٦ وږى ٩٥): د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د کليو پراختيا او بيا رغونې د رياست د ملی برنامې له لارې ٣٢ بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولايت د کليو پراختيا رييس انجنيرنجيب جاهد د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژاسن ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يې ۳۲ بېلابېلی پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارلې چې ټول ۲۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی.
هغه زياته کړه، دغه پروژې د ولسونو په خوښه او غوښتنه انتخاب او بشپړې شوې دي.
جاهد وايي، په راتلونکي يوه مياشت کې د ملی پيوستون پروګرام په پکتيکا کې ختميږي او بيا د حفظ الصحې په نامه يوبل پروګرام پيلېږي چې د هغه له لارې به هم په ډيرو ولسواليو کې پروژې پلې شي.
د پکتيکا والي محمدالياس وحدت ددې پروژو د پرانېستې پر مهال پژواک ته وويل چې له يادو پروژو څخه به زرګونه کورنۍ برخمنې شي.
نوموړي د دې ولسوالۍ له ولسونو غوښتنه وکړه چې د امنيت، پوهنې او بيارغونې په برخو کې ور سره مرسته وکړي.
د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ملک ظاهر کټوازي دکليو پراختيا د رياست له مسوولينو مننه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې يې د ملی پيوستون پروګرام له لارې بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.
هغه وايي، په دې پروژو کې پولګوټي، د سړکونو ترميم، د پاکو اوبو څاګانې، د اوبو لګولو بېلابېلې پروژې شاملې دي.
login or register a new account.