Language

د څلورو وسله والو د وژل کېدو تر څنګ د طالبانو او داعش اته کسان نیول شوي

پل علم- کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د لوګر ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې څلور طالبان وژل شوي، بلخوا په ننګرهار کې څلور طالبان او څلور د داعش وسله وال نيول شوي دي.

د لوګر د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين د وږي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د خان تپې په سيمه کې د پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

هغه وايي چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې څلور طالبان وژل شوي چې جسدونه يې اوس هم په سيمه کې پراته دي.

ولسوال وايي چې په دې جګړه کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ د سقوط هڅې کوي.

د اسحاق په نوم د دې سيمې اوسېدونکي پژواک ته وويل: ((دغه جګړه د شپې دوولس بجې شروع شوه او نږدې يو ساعت يې دوام وکړ.))

اسحاق د يادې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې تېره شپه په بره کي برک کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، ملي امنيت په ننګرهار ولايت کې د افغان دولت اته وسله وال مخالفين نيولي دي.

دغه څرګندونې پژواک ته  د ملي امنيت په رالېږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي.

سرچينه وايي چې د ملي امنيت ځواکونو د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې د داعش څلور غړي نيولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په نيولو شوو کې يو هم عبدالرحمن نومېږي چې له جلال اباد ښار څخه کوټ ولسوالۍ ته یې د داعش وسله والو د لېږد مسووليت درلود.

دغه راز په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د ملي امنيت موظفينو د عبدالرزاق، شيرمحمد، ذاکر او ضياءالحق په نومونو څلور طالبان هم نيولي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.