ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځاځي ميدان کې د يوشمېر پروژو کار پيل شو

په ځاځي ميدان کې د يوشمېر پروژو کار پيل شو

author avatar
28 Aug 2016 - 18:17
په ځاځي ميدان کې د يوشمېر پروژو کار پيل شو
author avatar
28 Aug 2016 - 18:17

خوست (پژواک، ٧ وږى ٩٥): د خوست په ځاځي ميدان ولسوالی کې د ۶۴ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې مختلفې پروژې پيل شوې.

په يادو پروژو کې د ديني علومو د يوې مدرسې او د يوه ښوونځي د ودانۍ په ګډون د ځاځي ميدن ولسوالی د يو شمېر نورو ښوونځيو لپاره د څښلو اوبو څاګانې، تشنابونه، د احاطو جوړول او نور ملحقات شامل دي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د يادو پروژو د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، د بيارغونې پردې پروژو څه باندې ۶۴ ميليونه افغانۍ چې نږدې يو ميليون امريکايي ډالر کېږي، لګښت راځي.

هغه زياتوي: ((يو باب مدرسه د ۱۵.۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د شپږو مياشتو په موده کې جوړيږي، په څنګ کې د سواکيو لېسې لپاره صنفي ودانۍ او نور لوازم د ۱۵.۴ ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي او د ۳۲.۷ ميليونه افغانيو په لګښت د مختلفو ښوونځيو احاطې او د ضرورت وړ نور ساختمانونه جوړيږي.))

والي په ځاځي ميدان ولسوالی کې د ديني مدرسې جوړېدل تر هر څه مهم وبلل، ځکه د هغه په وينا، هغه کسان چې د ديني علومو حاصلولو لپاره پاکستان ته تللي، زياترو ته د خپل هېواد ضد مفکوره ورکړل شوې ده.

دى وايي: ((نه غواړم چې زما ښايسته علما او طالبان نن په پرديو مدرسو کې د دې لپاره تربيه شي، چې بيا زما وطن وران کړي او زما د وطن په خلاف استعمال شي، نو لازمه مو وګڼله چې د عصري علومو ترڅنګ ديني علومو ته هم پاملرنه وکړو)).

بل خوا د ځاځي ميدان ولسوالی ځينې اوسيدونکي وايي، هغه ډول چې لازمه وه، دولت په تېرو پنځلسو کلونو کې دې ولسوالی ته پاملرنه نه ده کړې.

د ګلاجان په نوم د ځاځي ميدان يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، په تېره يوه نيمه لسيزه کې د يادې ولسوالۍ سلګونو کسانو له هېواد څخه د دفاع په موخه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو دولت ورته سمه پاملرنه نه ده کړې.

ده زياته کړه: ((موږ بې بوټه، بې درېشي عسکر يو او موږ خپله خاوره ساتو، خو دولت هغه ډول چې لازمه وه، دغې ولسوالی ته يې پاملرنه نه ده کړې او موږ غواړو، چې ولايتي اداره زموږ اړتياوې په نظر کې ونيسي.))

د داوود جان په نامه يوه بل قومي مشر بيا وويل، د ځاځي ميدان ولسوالی د ۴۶ ښوونځيو له جملې څخه يواځې ۱۳ ښوونځي سرپنا لري او پاتې نور ټول له سرپنا بې برخې دي او زده کونکي تر سره لمر لاندې زده کړې کوي.

دى وايي: ((موږ له دولت نه همکاري غواړي، چې پلونه، سړکونه، د ښوونځيو ودانۍ راته جوړې او نور د بيارغونې کارونه راته وکړي، موږ ۱۵ کاله کیږي، چې بې درېشي عسکر يو او د خپلو سرتېرو سره يو ځای د هېواد څه دفاع کوو.))

ځاځي ميدان د خوست يو له هغو ولسواليو څخه ده، چې ډېرى اوسېدونکي يې په دولت په ځانګړي ډول په ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت کې دندې لري او په تېرو پنځلس  کلونو کې د همدې ولسوالی له ۱۵۰۰ څخه زيات کسان چې زياتره يې ځوانان وو، د هېواد په مختلفو برخو کې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړو کې وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.