غزني (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل له خپلې دندې استعفا کړې خو د کورنيو چارو وزارت وايي چې استعفا يې تر اوسه نه ده منظور شوې.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل خپله استعفا د کورنيو چارو وزارت ته وړاندې کړې ده.
هغه وايي چې د کورنيو چارو وزارت تر اوسه ځواب نه دى استولى.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم پژواک ته وويل چې د غزني امنيه قوماندان خپله استعفا دغه وزارت ته ورکړې ده.
خو هغه وايي چې په دې اړه تر اوسه تصميم نه دى نيول شوى او د تصميم تر نيونې پورې به امرخېل خپل کار ته ادامه ورکوي.
خو امين الله امرخېل په دې اړه له رسنيو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.
څو ورځې وړاندې امرخېل ويلي وو چې د کورنيو چارو په وزارت کې بې عدالتي ده او رتبې او ترفېع ګانې د پیسو په بدل کې او یا هم د اړیکو له مخې ورکول کېږي.
هغه دا هم ويلي چې د کورنيو چارو وزارت، امنيت شورا او ولسمشرۍ ریاست ملي پوليس سياسي کړي دي.
login or register a new account.