مهترلام (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د نږدې اتلس نيم ميليونه افغانيو په ارزښت جنګ ځپلو ته د عمومي طبي خدمتونو رسولو نوې پروژه په لغمان ولايت کې پيل شوه.
د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې جنګ ځپلو ته د عمومي طبي خدمتونو رسولو دغه پروژه د ملګرو ملتونو د يو اېن اوچا ( UN OCHA) په مالي ملاتړ د ۱۲ مياشتو لپاره تمويلېږي.
هغه زياته کړه چې دا پروژه د مهترلام پر ولايتي روغتون سربېره به په الينګار، اليشنګ او دولت شاه ولسواليو کې جنګ ځپلو ته لومړني روغتيايي خدمات رسوي.
په لغمان کې د همدې پروژې استازى ډاکتر وسيع الله وايي، شپږ نرسان او په مرکز مهترلام، اليشنګ او الينګار کې به د دوی درې امبولانسونه له جنګ ځپلو سره د بېړنۍ مرستې او لومړنيو طبي خدماتو د رسولو په برخه کې د ملکي روغتون له پرسونل سره يو ځای اوږه په اوږه کار کوي.
د نوموړي په وينا، د دې تر څنګ به په نږدې راتلونکي کې د مهترلام په ولايتي روغتونو کې يو څلور اطاقه ايمرجنسي څانګه هم جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپاري.
ډاکتر وسيع الله زياته کړه چې په راتلونکي کې به له اړتيا سره سم د دې پروژې وخت نور هم غځېږي.
نوموړي د ولایت مقام ته د خپلې ادارې په استازۍ ډاډ ورکړ چې په پوره ژمنتيا او صداقت سره به په دې لاره کې د خپلو خلکو خدمت کوي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د يو اېن اوچا له دې سترې مرستې د مننې تر څنګ وويل چې يادې ادارې تل د بشري مرستو د همغږۍ او رسولو په برخه کې پراخ کار او هلې ځلې کړې دي چې نن يې دغه يوه ښه بېلګه په ګوته کولی شو.
هغه په دغه ولايت کې د نفوسو تراکم ته په کتو له خلکو سره په نورو مرستو کولو سربېره په روغتيايي برخه کې د نړيوالو مرستندويه ادارو ځانګړې توجه ډېره اړينه وګڼله او تمه يې ښکاره کړه چې يادې ادارې به لغمان ولايت ته په خپل لومړيتوب کې ځای ورکوي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په لغمان ولايت کې سلګونه کورنۍ بېځايه شوې او د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي يې شکايت کاوو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP