Language

طالبانو د بره کي برک ولسوالۍ اجرائیه مدیر وژلی

پل علم (پژواک، ٨ وږى ٩٥): وسله والو طالبانو د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ اجرائيه مدير تر تښتونې وروسته پر ډزو وژلى دى.

د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د وږي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د ولسوالۍ اجرائيه مدير سردارمحمد پر ډزو وژلى دى.

هغه وويل: ((پرون مازديګر اجرائيه مدير له ولسوالۍ نه کور ته روان و چې د بره کي راجان په سيمه کې طالبانو وتښتاوه.))

هغه وايي چې بيا د شپې ناوخته په همدې سيمه کې د ډزو غږ اورېدل شوى او سهار بيا خلکو د سردارمحمد مړى حکومت ته وسپاره.

امين زياتوي: ((د اجرائيه مدير مړى چې خلکو موږ ته وسپاره، لاسونه يې تړل شوي او څو مرمۍ ويشتل شوى وو.))

هغه وايي چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

د ولسوال د معلوماتو له مخې، سردارمحمد له تېرو پنځو کلونو راهيسې د ولسوالۍ د اجرائيه مدير په توګه دنده ترسره کوله او د ولسوال په نشتون کې يې د ولسوالۍ چارې هم پرمخ وړلې.

د بره کي راجان سيمې اوسېدونکي حميدالله هم د سردارمحمد وژل کيدل تاييد کړل.

هغه وويل: ((شپې دوولس بجې به وى چې د ډزو غږ شو، خو کله چې سهار پاڅيدو بيا په کلي کې اوازه وه چې مړى پيدا شوى دى بيا وروسته خلکو وويل چې دا د ولسوالۍ اجراييه مدير دى.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بره کي برک د لوګر د مرکز سوېل ته په ٢٠ کيلومترۍ کې پرته نا امنه ولسوالۍ ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.