Language

طالبانو په اروزګان کې پنځه مسافري نیولي

ترينکوټ (پژواک، ٨ وږى ٩٥): د اروزګان چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د چورې- ګيزاب پر لويه لار پنځه مسافر له موټره ښکته کړي او بيا يې له ځان سره بيولي دي.

د اروزګان د والي وياند دوست محمد نایاب د وږى په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون وسله والو طالبانو د چورې- ګيزاب پر لويه لار د خوش قدير په سيمه کې پنځه هزاره مسافر له موټره ښکته کړي او له ځان سره یې بيولي دي.

نایاب وایي، یاد کسان ملکي وګړي دي او له ترینکوټه ګیزاب ولسوالۍ کې خپلو کورونو ته روان وو.

د والي ویاند وایي چې تېره شپه یې له نیول شوو کسانو  یو خوشې کړی خو د څلور نورو برخلیک لا هم روښانه نه دی.

نایاب وایي، طالبان ځکه د دې لارې په اوږدو کې هزاره مسافر کښته کوي چې هغوی په خپلو سیمو کې د طالبانو د فعالیتونو مخنیوى کوي.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونیار عبدالقوي عمري پژواک ته وویل چې تېره ورځ طالبانو د خوش قدیر په سیمه کې څلور مسافر چې غوښتل یې ګیزاب ولسوالۍ ته ولاړ شي له موټره کښته کړي او نامعلومې سیمې ته یې وړي دي.

هغه وایي چې په يادو مسافرينو کې يو يې پوليس دى او پاتې نور ملکي وګړي دي چې د خوشې کولو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

د ګیزاب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمد الله پژواک ته وویل چې طالبانو د چورى- ګيزاب پر لويه لار کمربندونه جوړ کړي او هر څوک چې په دې لاره تګ راتګ کوي، ترې پلټنې کوي.

هغه وویل چې څو ورځې مخکې یې غوښتل چې د پوهنتون له رخصتیو څخه وروسته ګیزاب ته ولاړ شي چې طالبانو ونیو او تر دوو ورځو بند وروسته یې بېرته خوشې کړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم طالبانو يو شمير کسان په لويو لارو کې له موټرو ښکته کړي او ځيني يي بيا وژلي هم دي.

login or register a new account.