Language

کاپيسا کې د ځانمرګي بريدونو څلور واسکټونه ترلاسه شوي

کابل- جلال اباد (پژواک، ٩ وږى ٩٥): د ملي امنيت موظفينو په کاپيسا ولايت کې د چاودېدونکو توکو او مهماتو تر څنګ د ځانمرګو بريدونو څلور واسکټونه ترلاسه کړي دي.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا د وږي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې موظفينو يې د ځانمرګو د واسکټونو تر څنګ دوه سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، د وسايطو ضد نهه ماينونه، ٨٦ د هاوان مرمۍ،٤٤ د هاوان سرګلولې، زرګونه نورې مرمۍ او نظامي وسايل نيولي دي.

 خو ملي امنيت نه دي ويلي چې په دې تړاو څوک نيول شوي که نه.

د يو بل خبر له مخې، پوليسو په ننګرهار ولايت کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې پوليسو ٨١ کيلوګرامه چرس له دوو تنو تورنو کسانو سره نيولي.

سرچينې زياته کړې، دغو کسانو غوښتل چې دا چرس له کابل څخه تورخم ته ولېږدوي چې د درونټې د تلاشۍ په پوسته کې کشف او ونيول شول.

login or register a new account.