Language

لوګر کې پولیسو د ماليې نه ورکولو په تور شپږ بار وړونکي موټر درولي

پل علم (پژواک، ١٠ وږى ٩٥): د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې پوليسو شپږ بار وړونکي موټر د ماليې د نه ورکولو په تور نيولي دي.

د لوګر د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پوليسو په دې ولسوالۍ کې شپږ هغه باروړونکي موټر نيولي چې له کندهاره کابل ته پر لاره وو.

هغه وويل: ((دغه موټر د ماليي د نه ورکولو له امله د غزني پر ځاى غوښتل چې د لوګر له لارې کابل ته ولاړ شي خو د دې ولسوالۍ پوليسو ونيول.))

ولسوال وايي چې دغه موټر د کابل د سنګ نوشتې په سيمه کې په وړو موټر کې تخليه کېږي او بيا له ماليي پرته کابل ښار ته داخليږي.

ده زياته کړه: ((تر اوسه موږ پرې پوه نه وو خو تر دې وروسته به یې هر وخت نيسو ځکه دوى اوس غواړي بل قسم تجارت وکړي.))

د ولسوال د معلوماتو له مخې، په نيولو شوو موټرو کې میمز، سمنټ، وريجې او ګاز بار دي.

هغه وايي چې نيول شوي موټر او کسان يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي څو د خپلو اعمالو سزا وويني.

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم د يادو موټرو نيول تاييد کړل او ويې ويل چې د دغو موټرو چلوونکو غوښتل پرته له ماليي ورکولو کابل ښار ته داخل شي.

صالح وايي چې نيول شوي کسان اوس مهال د پوليسو تر څېړنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې له ګمرګي محصول تېښته په ټول هېواد کې دود شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.