Language

“په دولتي دفترونو کې دې د ولسمشر تر څنګ د احمدشاه بابا انځور هم ځوړند وي”

مزارشريف (پژواک، ۱۰ وږی ۹۵): په بلخ ولايت کې د سلګونو کسانو په ګډون د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکي په توګه د احمد شاه بابا د تاج د ور پر سر کولو ۲۶۹مه کليزه ونمانځل شوه.

احمدشاه بابا د ۱۷۴۷ زېږديز کال په اکتوبر مياشت کې د لويې جرګې له لارې په ۲۴ کلنۍ د افغانستان باچا وټاکل شو.

نوموړي پر افغانستان له ۲۶ کاله پاچهۍ وروسته د ۱۷۷۳زېږديز کال د سپټمبر په مياشت کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې؛ خو افغانانو ته يې د خپل طبيعي جغرافيوي حدودو وطن جوړ پرېښود.

ياده غونډه نن (د وږي ۱۰مه) د افغانستان د ولسي تحريک ګوند له خوا جوړه شوې وه.

په شمال زون کې د دغه ګوند مسوول توره بازخان ستانکزي په دې غونډه کې وويل، افغانستان هم د ځينو نورو هېوادونو په څېر باني او ملي مشر لري چې احمدشاه بابا دی.

ده زياته کړه، افغان ولس او افغان دولت بايد د افغانستان له بنسټګر سره هماغسې چلند وکړي، لکه نورو هېوادونو چې له خپلو ملي مشرانو سره کړی دی.

هغه له دولت څخه يې هيله وکړه چې د پاچا په توګه د احمدشاه بابا د ټاکل کېدو ورځ هر کال د ملي جشن په توګه ونمانځل شي.

د بلخ ولايت مقام تخنيکي او سکتوري چارو رييس ذبيح الله اختري د ولايت مقام د پيغام لوستلو تر څنګ په خپلو خبرو کې په بلخ کې د ورته غونډو جوړېدل، د قومونو تر منځ د ملي يووالي د راپيدا کېدو اصلي لامل وګاڼه.

د ده په وينا، د ولايت مقام تل د ورته حرکتونو ملاتړ کړی او احمدشاه بابا ته د تاج د ور پر سر کولو د ۲۶۹مې کليزې د نمانځنې ملاتړ هم کوي.

د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد، احمدشاه بابا د افغانانو تر منځ د سياسي او ملي يووالي رامنځ ته کېدونکی رهبر وباله.

هغه وويل چې احمدشاه بابا د معاصر افغانستان  بنسټګر دى، ده پر ټول ولس غږ وکړ چې بايد د دغه ډول مشر درناوی وشي.

د غونډې په پای کې څلور ماده ييز پرېکړه ليک صادر شو چې په کې له حکومته د احمدشاه بابا د تاج په سر کولو د ورځې د ملي جشن په توګه د نمانځنې غوښتنه شوې ده.

login or register a new account.

Related Topics