ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې د سړک جوړولو یوه پروژه بشپړه شوه

خوست ښار کې د سړک جوړولو یوه پروژه بشپړه شوه

author avatar
1 Sep 2016 - 15:27
خوست ښار کې د سړک جوړولو یوه پروژه بشپړه شوه
author avatar
1 Sep 2016 - 15:27

خوست ښار (پژواک، ١١ وږى ٩٥): په خوست کې ښار کې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د سړک جوړولو یوه پروژه بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د خوست والي حکم خان حبيبي د وږي په ١١مه د ياد سړک د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سړک چې د ښار لوېديځ لوري ته د پروژې پله او د حلقوي سړک تر منځ پروت دی، د پنځه سوه مترو په اوږدوالي سره په اساسي ډول جوړ شوی.

ده زياته کړه، چې د ياد سړک تر څنګ د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي د يو بل سړک ترميم هم شامل دی، کوم چې د خوست د عامې روغتيا رياست څخه نيولې بيا د متون تر درش کلي پورې غځېدلی دی.

والي وايي: ((د دواړو پروژو چارې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شوې او له دې سره به ښاريانو ته اړين سهولتونه برابر شي، د هغوی د تګ راتګ لپاره او همدا ډول په ښار کې به د ګڼې ګوڼې مخه ونيول شي.))

بل پلو د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير پژواک اژانس ته په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې په ښار کې د ټولو هغو پروژو کيفيت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي چې دا مهال تر کار لاندې دي.

د هغه په وينا چې دا مهال د خوست ښار په مختلفو برخو کې د څه باندې ۲۰۰ ميليونو افغانيو په لګښت د بيارغونې پر پروژو باندې کار روان دی چې په بشپړېدو سره به يې د ښاريانو ستونزې حل شي.

ښاروال وويل: ((هغه د بيارغونې پروژې چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې پيل شوې وې، د هغې جملې نن لومړی پروژه ده چې موږ يې پرانيسته کوو او دا به دوام وکړي او د پروژو کيفيت برخې ته موږ ځانګړې پاملرنه کړې ده))

په خوست ښار کې د سړک پروژه داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې وړمه ورځ هم  د پروژې باغ سیمه کې د ۶۱ ميلیونه افغانیو په لګښت یو لوی تفریحي پارک چې  په ۴۸ جریبه ځمکه کې جوړ شوی و، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.