Language

لوګر کې د ملي امنیت پنځه سرتېري وژل شوي

پل علم (پژواک، ١١ وږى ٩٥): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله د ملي امنيت پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د څرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

ده وويل: ((دغه کومکې سرتېري وو چې د څرخ د جګړې لپاره روان وو خو په لاره کې چاودنه پرې شوې او پنځه واړه په موټر کې ناست کسان وژل شوي دي.))

د صالح په وينا، د يادو سترتېرو رينجر موټر هم بشپړ ویجاړ شوی دی.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي هم وويل چې په دې چاودنه کې د ملي امنيت پنځه سرتېري وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ياد سرتېري وروسته تر هغه په څرخ ولسوالۍ کې ووژل شول چې نن سهار وسله والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ په ودانۍ تر موټربم چاودنې وروسته ډله ييز بريد وکړ.

په دغه ډله ييز بريد کې دوه امنيتي سرتېري او اووه طالبان و وژل شول او درې امنيتي سرتېري او ١٤ طالبان ټپيان شول.

څرخ د لوګر د مرکز پل علم سوېل لور ته په ٣٠ کيلومترۍ پرته نا امنه ولسوالي ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.