کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۹۵): د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې تېر ۲۴ ساعتونه په ځینو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان شوي دي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ملي دفاع وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي پوځ او د هېوادو نورو امنیتي ځواکونو په ځینو ولایتونو کې بېلابېل عملیات ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د توپچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتیکا، پکتیا، کندهار، دایکنډي، فراه، بادغیس، تخار، بغلان، کندوز، سرپل، جوزجان، بلخ او هلمند کې ترسره شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس، په دې موده کې ۴۷ وسله وال د پکتیکا په اومنه، ۲۴ د کندهار په بند تیمور او ارغستان ولسوالیو، ۱۸ د لوګر په څرخ، ۵ کسان د پکتیا په جاني خېلو او شپږ نور د ننګرهار په سره رود، د غزني په اندړو او د دایکنډي په ګېزاب ولسوالیو کې وژل شوي دي.
سره له دې چې په دغو عملیاتو کې ۸۹ نور وسله وال ټپیان شوي هم دي.
دفاع وزارت څرګنده کړې چې د دغو عملیاتو په جریان کې د ملي ادرو ۱۵ سرتېري هم وژل شوي خو د دې تر څنګ د ملي اردو ځواکونه پر خپل ټول توان هڅه کوي څو د خپلو هېوادوالو لپاره امنیت ټینګ کړي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP