Language

د کندوز- تخار لويه لاره د مسافرو پر مخ پرانيستل شوه

کندوز ښار (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې کندوز- تخار لويه لاره يې د وسله والو مخالفينو له شتون پاکه کړې او له نږدې دوو اوونيو وروسته دغه لار د مسافرو پر مخ پرانېستل شوه.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګل باغ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو ګډ عمليات نن سهار د کندوز- خان اباد لويې لارې له دوکان ادم خان سيمې پيل شول چې په پايله کې يې دغه لويه لار په بشپړ ډول له وسله والو مخالفينو پاکه شوې ده.

هغه وويل چې د ملرغي، قشلاق انداربي ها او ادم خان دکان ساحې د وسله مخالفينو له شتون نه په بشپړ ډول پاکې شوې او په عملياتو کې اووه وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپي شوي دي.

جنګل باغ وويل: ((اوسمهال لاره په بشپړ ډول پرانېستل شوې، د لارې د امنيت لپاره مو بشپړ امنيتي تدابير نيولي، لا هم په خان اباد ولسوالۍ کې د دښمن ځپلو لپاره عمليات روان دي.))

خو د کندوز یوه اوسېدونکي شېرمحمد وويل چې تر اوسه د کندوز- تخار لويه لاره په بشپړ ډول د ترافيکو پر مخ نه ده پرانېستل شوې او اوسمهال يواځې د امنيتي ځواکونو ټاکونه پرې تګ راتګ کوي.

نوموړي له دولت وغوښتل چې ددغه لويې لارې په اوږدو کې پراته کلي د وسله والو مخالفينو له شتون پاک کړي، څو وسله وال مخالفين بېرته دغه لاره بنده نه شي کړلى.

login or register a new account.