پل علم (پژواک، ١٥ وږى ٩٥): د شل ميليونو افغانيو په لګښت د لوګر پوهنتون لپاره د ليليې ودانۍ د جوړونې چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر والي حليم فدايي وويل چې دغه ودانۍ به د شل ميليونه افغانيو په لګښت د ١٥ مياشتو په موده کې ورغول شي.
د فدايي په وينا، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ٢٤ خونې به لري او دوه سوه کسانو ته به د هستوګڼې اسانتياوې برابر کړي.
د هغه په خبره، د يادې پروژې مالي لګښت بلاعوضه د هندوستان هيواد له لوري ورکول کېږي.
په دې غونډه کې د لوګر د پوهنتون رييس پوهنمل وحيدالله عبدالرحيمزي وويل چې تر دې وړاندې يې محصلينو ته د ليليې په نوم څه نه درلودل.
ده وويل: ((زموږ زده کوونکي د زده کړو لپاره هم ځاى نه لري، اوسمهال د پوهنې وزارت اړوند د عالي دارالعلوم په ودانۍ کې زده کړې کوي.))
څه موده وړاندې د لوګر پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.
په ياده غونډه کې د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالقسيم خوشيوال وويل چې د يادې ودانۍ پر جوړېدو ډېر خوښ دى.
هغه وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د لوګر پوهنتون پر بسیا شي او ډېر کسان به زده کړو ته مخه کړي.
د لوګر پوهنتون دا مهال په کيميا او بيولوژي څانګو کې ٣٠٥ تنه محصلين لري چې ٢٥ يې نجونې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP