Language

د ماين په چاودنه کې څلورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وا وښته

ښرنه(پژواک،١٥وږى٩٥): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د يوې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د مټاخان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالودود اندړ د وږى١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه د مټاخان ولسوالۍ د ښورکچې او مریانو سيمو ترمنځ شوې ده.

هغه وويل چې دغه چاودنه د کوچيانو په تراکټور موټر ترسره شوې چې له امله يې يوه ښځه او يو سړې وژل شوي او دوه تنه نو ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوى وو چې له امله يې ملکي خلک و وژل شول.

 د ښورکچې د سيمې اوسېدونکي عطامحمد پژواک ته وویل، چې دغه پېښه سهار لس بجې رامنځته شوه.

هغه هم وويل چې په دې چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون څلورو تنو مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وينا  ټپيان د مرکز ښرنې ملکي روغتون ته د درملنې په موخه ليږدول شوي دي.

د یاونې وړ ده، چې یوه میاشت وړاندي هم په دې ولسوالۍ کې پر یوه تراکټور د ماین په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي وو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.