Language

طالبانو په لوګر کې دوه پولیس وژلي

پل علم (پژواک، ١٥ وږى ٩٥): وسله والو طالبانو په لوګر کې د يوې پوستې قوماندان او يو سرتېرى تر شکنجې وروسته پر ډزو وژلي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون د مرکز پل علم د خدر پوستې قوماندان درېيم ساتنمن سيد مصطفى او يو سرتېرى له ځان سره بيولي وو.

هغه زياته کړه: ((دغه دواړه پوليس په بازار کې ګرځېدل چې طالبانو نيولي او بيا يې له ځان سره وړي دي.))

هغه وايي چې طالبانو ياد پوليس تر سختې شکنجې وروسته پر ډزو وژلي او نن يې د هغو مړي په پادخاب سيمه کې غورځولي وو.

عابد وايي چې د يادو کسانو د وژنې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د پادخاب سيمې اوسېدونکي احمدخالد پژواک ته وويل: ((طالبانو د دغو پوليسو مړي سړک څنګ ته غورځولي وو، بيا کليوالو پورته کړل او پوليسو ته يې وسپارل.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.