Language

امریکايي ځواکونه بېرته لښکرګاه ته ځي

لښکرګاه (پژواک، ۱۶ وږی ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې امريکايي ځواکونه يو ځل بيا د لښکرګاه د امنيت د ټينګښت لپاره ورځي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې امريکايي ځواکونه د لښکرګاه ښار په بست هوايي ډکر کې مېشت شول خو درې ورځې وړاندې بېرته له لښکرګاه ښار څخه ووتل او په ښوراب اډه کې مېشت شول.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امريکايي ځواکونه به په راتلونکي ٢٤ ساعتونو کې بېرته لښکرګاه ښار ته ورشي.

ځواک وايي چې دغه امريکايي سرتېري به د اړينو عملياتو پر مهال له افغان ځواکونو سره پوره مرسته کوي.

هغه زياته کړه: ((دغه ځل به د امريکايي سرتېري تر پخوا ډېر وي او ماموريت به يې د امنيت په ټينګښت کې چټک او جدي وي.))

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د امريکايي ځواکونو وياند بريد جنرال چارليس کليولينډ پژواک ته ويلي وو چې ځواکونه يې لښکرګاه کې د جګړه ييز ماموريت لپاره نه وو تللي.

خو جنرال چارلېس ويلي وو، کله چې بيا اړتيا وليدل شي، نو سرتېري به يو ځل بيا لښکرګاه ته ولېږل شي.

دغه راز عمر ځواک دا هم وويل د لښکرګاه د امنيت د ټينګښت لپاره بېلابېل پلانونه نيول شوي او ځينو ځايونو کې به د پوليسو پر ځاى د ملي اردو کسان د امنيت د ټينګښت لپاره وګومارل شي.

سرچينه وويل چې د هلمند- کندهار د لويې لارې د امنيت د ټينګښت لپاره هم چارې روانې دي او ټولې ستونزې به يې حل شي.

د هلمند د چارواکو د معلوماتو له مخې، ياده لاره يې له يوې مياشتې وروسته پرون د ترافيکو پر مخ پرانيستې ده.

خو په هلمند کې يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې تېره شپه د هلمند- کندهار د لويې لارې دوو پوستو سقوط کړى او لاره د ترافيکو پر مخ بېرته تړل شوې ده.

د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر پژواک ته وويل چې لښکرګاه تر بل هر وخت له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.