Language

تېره مياشت په افغانستان کې نږدې ٢٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٥): تېره مياشت د افغانستان په ٣٠ ولايتونو کې د ١٩٠ نښتو او بريدونو له امله څه باندې ١٦٠٠ تنه وژل شوي او نږدې ١٢٠٠ نور ټپيان دي، په پاتې څلورو ولايتونو کې هېڅ بريد نه دى شوى.

د روان ميلادي کال په تېره (اګسټ) مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د يادو بريدونو نيمايي يې په هلمند، ننګرهار، فارياب، پکتيا، لغمان، غور او کندهار ولايتونو کې شوي دي.

د دغو بريدونو نيمايي نور په ٢٣ نورو ولايتونو کې ترسره شوي، خو په تېره مياشت کې په پنجشېر، باميانو، دايکنډي او سمنګان ولايت کې هېڅ بريد نه دى شوى.

د بريدونو شاوخوا نيمايي يې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو (طالبانو او داعش) تر منځ مخامخ وسله والې نښتې دي.

له پاتې نورو بريدونو څخه ٣٨ د سړک غاړې د ماينونو چاودنې، ١٩ هوايي، ٢٥ وسله وال، څلور ځانمرګي، درې موټربم، شپږ د مقناطيسي ماينونو او دوه بمي بريدونه دي.

د پژواک راپورونه ښيي چې د يادو ١٩٠ بريدونو نيمايي مرګ ژوبله په پنځو ولايتونو کې اوښتې ده.

له دغو پنځو ولايتونو څخه په ننګرهار کې ٤١٧، په پکتيا کې ٣٦٩، هلمند کې ٣٥٦، غزني کې ١٦٢ او کندوز کې ١٥٩ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغو بريدونو کې تر ټولو لږه مرګ ژوبله په زابل، ميدان وردګو او پروان ولايتونو کې اوښتې ده.

دغه راز راپورونه ښيي چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په مخامخ نښتو او هوايي بريدونو او تر ټولو لږه په بمي بريدونو کې رامنځته شوې ده.

د هېواد په پلازمېنه کابل کې هم سره له دې چې د نورو ولايتونو په پرتله امنيتي تدابير په کې ډېر دي، خو د دولت وسله وال مخالفين په کې کله ناکله بريدونه کوي.

راپورونه ښيي چې په تېره اګست مياشت کې په کابل کې يو د هدفي وژنې، يو ځانمرګى، يو موټربم او درې د مقناطيسي ماينونو بريدونه شوي او يوه هم پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين چادونه شوې ده.

د دغو بريدونو له امله ٢٨ تنه وژل شوي او ٥٢ نور ټپيان دي.

login or register a new account.

Related Topics