ګردېز (پژواک، ١٦ وږى ٩٥): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د جانی خېلو ولسوالۍ يې بېرته له وسله والو طالبانو نيولې ده.
د ۲۰۳ سپين غر زون د پوليسو قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه تېره شپه د دې ولسوالۍ ودانۍ ته رسېدلي دي.
نوموړی زیاتوي چې دغه ولسوالۍ یې له څو ورځو راهيسې په ترسره شوو عملياتو کې نيولې چې په ترڅ کې يې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ګڼې سپکې او درنې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د اسدالله شېرزاد په وینا چې اوس مهال د ولسوالۍ ودانۍ او په شاوخوا سيمو کې یې د خښ شوو ماينونو پر شنډلو او د ځواکونو پر مېشتولو بوخت دي.
ده دا هم وويل چې د سيمې له خلکو سره به هم ناسته وکړي او د هغوى لپاره به د بشري مرستو زمينه هم برابره کړي.
د سيمې یو قومي مشر حاجي نورګل وايي چې امنيتي ځواکونه د دوی سيمې ته ورغلي او د ولسوالۍ په شاوخوا کې دي.
نوموړی وايي: ((له دولت څخه هيله کوو چې د سيمې له خلکو سره بشري مرستې وکړي؛ ځکه چې په دې جګړو کې يې کورونه سوځول شوي او نور هم زيانمن شوي دي.))
خو وسله وال طالبان بيا وايي چې د جاني خطلو ولسوالۍ ودانۍ اوس هم له هغوى سره ده.
د يادونې ده، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د جاني خېلو ولسوالۍ ونيوه چې له امله یې ګڼو امنيتي سرتېرو، طالبانو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
login or register a new account.