Language

د کابل د سږ کال په بريدونو کې ۱۲۸۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٥): کابل کې نويو دوو بريدونو ١٤۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې چې له دې سره په پلازمېنه کې د روان زېږديز کال د ٢٥ بريدونو له امله د وژل شويو شمېر ۳۲۸ او د ټپيان شمېر۹۵۷ ته ورسېد.

تېره ورځ دوو تنو د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزوې اړوند سيمه کې د ملي دفاع وزارت مخ ته يوه چاودنه او يو ځانمرګى بريد وکړ چې د چارواکيو په وينا پر بريدګرو سربېره ٣٥ تنه په کې ووژل او شاوخوا سل  نور ټپيان شول.

 د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستى دی.

دغه راز تېره شپه څلورو ځانمرګيو بريدګرو د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د پاملرنې نړيوالې خييريه موسسې پر ودانۍ بريد وکړ، چې د چارواکيو په وينا، پر بريدګرو سربېره يو ملکي وګړى په کې ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول. د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخستى.

د پژواک خبري اژانس راپورونه ښيي چې په روان ميلادي کال کې دا پنځه ويشتم  بريد دى چې په کابل کې ترسره کېږي.

 د راپورونو له مخې، په روان ميلادي کال کې تر يادو وروستيو دوو بريدونو مخکې  په کابل کې په ٢٣ وسله والو، ځانمرګو او د ماينونو له لارې بريدونو کې ٢٨٦ کسان وژل شوي او ٨٥١ نور ټپيان دي.

له يادو ټولو ٢٥ بريدونو څخه ١٥ يې ځانمرګي بريدونه دي.

راپورونه ښيي چې د دغو بريدونو ۸۱ سلنه قربانيان ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي دي.

د يادونې ده چې له دغو بريدونو درې يې ډېر خونړي وو او ٦۲ سلنه مرګ ژوبله په همدې درېيو سترو بريدونو کې اوښتې ده.

له يادو درېيو بريدونو تر ټولو لوى، د لوړپوړو چارواکو د ساتنې پر رياست بريد و چې د غويي په لومړۍ نېټه ترسره شو او په ترڅ کې يې ٦٤ کسان ووژل شول او ٣٤٧ نور ټپيان شول.

login or register a new account.

Related Topics