مزارشريف (پژواک ۱۶ وږی ۹۵): د بلخ ولايت ځينې مدني فعالان او خبريالان وايي، د ښې حکومتولۍ لپاره بايد د رسنيو نقش لا پسې پياوړی شي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۱۶مه، "په ښې حکومتولۍ کې د رسنيو نقش" تر سرليک لاندې کنفرانس وشو، چې د دولتي چارواکو تر څنګ د دغه ولايت زيات شمېر مدني فعالانو او د رسنيو خبريالانو په کې برخه اخيستې وه.
په مزارشريف ښار کې د شمال د خبريالانو د ټولنې (SAJNA) مسوول ګلاب شاه باور، چې د ياد کنفرانس تنظيموونکی و، پژواک خبري اژانس ته يې وويل، دوی هڅه کوي د رسنيو او دولتي چارواکو تر منځ اړيکې پياوړې کړي.
ده زياته کړه، په همدې موخه يې په ياد کنفرانس کې خبريالانو او دولتي چارواکو دواړو اړخونو ته بلنه ورکړې ده.
د غونډې ګډونوال او د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې مشر استاد حميد صفوت، رسنۍ د ښې حکومتولۍ په برخه کې يو له مهمو عناصرو وګڼلې.
نوموړي زياته کړه، که چېرې په رسنيو کې د رسنيزو اصولو او بنسټيزو ارونو په پام کې نيولو سره کار وکړي؛ نو د ښې حکومتولۍ لپاره ښه بستر جوړولی شي.
هغه همداراز پر دولتي چارواکو ټينګار وکړ، چې بايد رسنيو ته د معلوماتو د لاسرسي په برخه کې ښه زمينه برابره کړي.
په بلخ کې د طلوع نيوز خبريال عارف موسوي د ياد کنفرانس په تړاو پژواک ته وويل، ورته کنفرانسونه د رسنيو د اغېز ښکارندويي کوي.
نوموړي زياته کړه، د ښې حکومتولۍ د بستر جوړونې په موخه بايد حکومتي چارواکي له دوی څخه معلومات پټ نه کړي.
هغه په شمال زون کې خبريالان رسنيزو معلوماتو ته د نه لاسرسي په تړاو له ستونزو سره ښکېل وګڼل.
خو د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق وويل، دوی تل هڅه کوي، چې د دولت او رسنيو تر منځ ښې اړيکې وي، ځکه د دغو دواړو لوريو ښې اړيکې په مثبتې حکومتولۍ اغېز کولی شي.
هغه په بلخ کې رسنيو ته د معلوماتو د لاسرسي په تړاو د کومې ستونزې يادونه ونه کړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP