Language

حیات: په ملکي او نظامي برخو کې پراخ فساد نا امنۍ زېږولې

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ وږی ۹۵): د هلمند والي وايي، په دغه او نورو ولايتونو کې په ملکي او نظامي برخو کې پراخ فساد دې ته لاره پرانیستې چې امنيتي وضعيت خراب او خلک پر دولت بې باوره شي.

حیات الله حیات دغه څرګندونې د شهيد د اونۍ په غونډه کې وکړې او له قومي مشرانو او ديني علماوو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي، څو پر فساد ککړو کسان ونيسي او څوک يې د نيولو مخنيوی ونه کړي.

هغه زياته کړه، که د فساد مخه ونه نيول شي، کار اهل کار ته ونه سپارل شي، بيا به له يوه بد برخليک سره مخ یو.

د نوموړي په وينا چې په ځينو ادارو کې داسې کړنې هم کېږي چې له دولته د خلکو د نفرت لامل شوې، ځيني امنيتي چارواکي په ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې د خلکو له دوکانونو غلاوې کوي او د هغوی حق خوري.

دی زياتوي، دغه ستونزې تر ډېره بريده له همدې کبله رامنځته شوې چې او اړينه ده چې د مخنيوي په برخه کې ولس او قومي مشران مرسته وکړي.

هغه وويل چې د جګړې زيانونه افغانانو ته رسېږي او ګټه یې نړيواله مافيايي ګړۍ ترلاسه کوي.

نوموړي له قومي مشرانو د امنيتي ځواکونو د ملاتړ غوښتنه وکړه چې له پوليسو او ملي اردو سره د جلب او جذب په برخه کې مرسته وکړي.

د حیات په خبره، که چېرې مشران او ديني عالمان خپل زامن په امنيتي ليکو کې پر دندو وګوماري او په خپله هم وسلې واخلي نو د ډېرې مرګ ژوبلې او نا امنيو مخه به ونيول شي.

والي زياته کړه، اوس موږ ته په هېواد کې لوی او واړه شهيدان بي توپيره دي، د هره يوه ياد دې وساتل شي او د هغوی له کورنيو سره دې مرسته وشي، څو نور ځوانان د هېواد دفاع او ساتنې ته چمتو شي.

login or register a new account.