Language

د هلمند پر ناوې ولسوالۍ بریدونه شوي او ورغلې اکمالاتي لاره یې هم بنده شوې

لښکرګاه (پژواک، ۱۸وږی ۹۵): په هلمند کې ځايي چارواکي وايي، تېره  شپه يو ځل بيا وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه کړي چې له امله يې فرعي اکمالاتي لارې بندې شوې دي.

د ناوې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، تېره شپه  وسله والو طالبانو د د دې ولسوالۍ پر ودانۍ پر بريدونو سر بېره لښکرګاه ته جوړه فرعي لاره هم بنده کړې ده.

سرچينه زياتوي، په سیمه کې يوه امنيتې پوسته مخالفينو نيولې  او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ  ژوبله اړولې ده.

د سرچينې په وينا چې یاده  فرعي لار د ولسوالۍ  ختيځ  ته په پنځه کيلومترۍ کې د هلمند له سيند سره یوې لويې دښتې ته وتلې او بيا تر لښکرګاه پورې تللې ده.

د ناوې ولسوال اغا محمد تکړه وويل، وسله والو دغه  بريدونه تېره نيمه شپه پيل کړل،  د لارې يوې پوستې ته هم ستونزه اوښتې خو مرګ ژوبله يې تر دې مهاله معلومه نه ده.

هغه له اړوند چارواکو غوښتنه وکړه چې  دوی ته  مرستې ورسوي او له هوايي ځواک  څخه کار واخلي.

د هلمند والي هم د شهيد اونۍ په غونډه کې يادونه وکړه چې همدا نن د لسو په شاوخوا کې پوليس وژل شوي، خو نوموړي دا ونه ويل چې دغه پوليس په کومه سيمه کې او په څه ډول پېښه کې وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک مني چې په ياده جګړه کې پنځه امنيتي  سرتېري ټپيان شوي دي،  خو زياته يې کړه چې تر دې مهاله پوستې سقوط شوې نه دي.

ځواک وايې، په لاره  کې تېره  شپه ماينونه اېښودل شوي چې د هغو د شنډولو لپاره  جدي هڅې روانې دي.

دغه بریدونه په داسې حال کې دي چې د اروزګان پر مرکز ترینکوټ ښار هم د طالبانو له خوا بریدونه روان دي او ویل کېږي چې جګړه د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ۴۰۰ مترۍ ته رسېدلې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.