Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مهترلام (پژواک، ٢٠ وږى ٩٥): په لغمان ولايت کې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د توغول شوي هاوان مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس نيمې بجې د الينګار ولسوالۍ د بديع اباد په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو پر يادې سيمې د هاوان مرمۍ توغولې وې چې پر بېلابېلو کورونو لګېدلې دي.

د ځواک په وينا، په دې پېښه کې يوه سړی او يوه ښځه وژل شوي او يوه بله مېرمن ټپي شوې ده.

نوموړى وايي چې لومړى درې واړه ټپيان وو، خو دوو په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.