Language

خوست کې يوې مېرمنې پنځه ماشومان زېږدولي، خو ٤ يې مړه شوي

خوست ښار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): د خوست روغتيايي مسوولين وايي چې په خوست کې يوې مور پنځه ماشومان يو ځای نړۍ ته راوړي، خو څلور يې مړه شوي دي.

د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر ګل محمدالدين منګل وايي چې ياد ماشومان د تېرې پنجشنبې په ورځ په دغه ولايت کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون کې نړۍ ته راغلي.

نوموړي د وږي په ٢٧مه د بې پولې ډاکټرانو په حواله پژواک اژانس ته وويل چې د يادو پنځو ماشومانو له ډلې څلور يې د روغتيايي ستونزو له امله مړه شوي او پنځم هغه يې تر اوسه ژوندی دی.

ډاکټر محمدالدين منګل وويل چې د ماشومانو د مور روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او د بې پولې ډاکټرانو په زېږنتون کې له پنځم ژوندي ماشوم سره بستر ده.

د سرچينې په وينا، دا لومړی ځل دی چې په دغه زېږنتون کې يوې مور يو ځای پنځه ماشومان نړۍ ته راوړي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان هم په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د يادې موضوع يادونه کړې ده‌.

پژواک هڅه وکړه چې له يادې کورنۍ سره اړيکه ونيسي، خو ونه توانېد.

login or register a new account.