محمودراقي (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان له يوې چاودنې روغ وتلی دی.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د ولايت د مرکز محمودراقي اړوند د شوخي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ولايت امنيه قوماندان جنرال احمد فهيم قايم په پرونۍ چاودنه کې د يوه وژل شوي پوليس د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره روان و چې په ياده سيمه کې په موټر سايکل کې ورته چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
اميني وايي، کله چې د امنيې قوماندان له يادې سيمې تېرېده ، نو د ريموټ کنټرول ماين چاودنه وشوه، خو فهيم قايم ترې روغ ووت او هېچا ته زيان نه دى په کې اوښتى.
د نوموړي په وينا، پوليسو څېړنې پيل کړې، خو تر اوسه په دې اړه څوک نه دى نيول شوى.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
پرون په کاپيسا ولايت کې د يوې چاودنې له امله څلور پوليس وژل شوي وو او ٧ نور ټپیان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن