Language

لاريون کوونکي: د کرکټ ځينو لوبغاړو سره توپيري چلند کېږي

ګردېز (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکو د لاريون په ترڅ کې ادعا وکړه، چې د کرکټ بورډ اداره له ځينو لوبغاړو سره توپيري چلند کوي.

دا لاريون نن د وږي په ٢٨مه، تر غرمې مخکې د پکتيا د وزي ځدراڼ په ولسوالۍ کې شوى و.

د ياد ولايت د ځدراڼو ځوانانو ټولنې غړي چې د درېيو ولسوالۍ اوسېدونکي دي، وايي چې د کرکټ بورډ چارواکي له لوبغاړو سره توپيري چلند کوي او هغو کسانو ته د لوبو چانس ورکوي، چې واسطه ولري .

لاريون کوونکو ګواښ وکړ، که ولسمشر اشرف غني د کرکټ بورډ مسوولين نسيم الله دانش او شفيق الله ستانکزی له دندو ګوښه نه کړي، نو خپلو لاريونونو ته به ادامه ورکړي.

د يادې ټولنې يو غړى فکرمند ځدراڼ وايي، د کرکټ بورډ اداره هغو لوبغاړو ته د لوبېدلو چانس ورکوي، چې واسطه ولري.

ده زياته کړه، په راتلونکو لوبو کې په همدې خاطر د شفيق الله شفق، شاپور ځدراڼ او عثمان غني د لوبېدلو مخه نيول شوې ده.

د لاريون يو بل ګډونوال نصرالله اتل وايي، کرکټ بايد له سياسي، قومي او فساده پاکه اداره وي او که داسې ونه شي، نو دا به بدې پايلې ولري او د کرکټ لاسته راوړنو او برياو ته به زيان ورسوي.

لاريون چې د ګډونوالو شمېره يې لسګونو کسانو ته رسېده، د کرکټ بورډ ادارې پر ضد شعارونو ورکولو سره پاى ته ورسېده.

خو د پکتيا يو بل اوسېدونکى شهباز ځدراڼ وايي، کرکټ بورډ ښې لاسته راوړنې لري، چې سترګې ورڅخه بايد پټې نه شي.

هغه پر لاريون کوونکو نيوکه وکړه، چې د شخصي ګټو لپاره يې دا کار کړى، هغوى د لوبغاړو په غم کې نه دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک له لوبغاړو سره توپيري چلند ردوي او وايي، د لوبغاړو غوره کول د غوراوي کمېټې کار دی، نه د کرکټ ادارې د مسوولو مشرانو.

هغه د شفيق الله شفق په اړه وويل، پر هغه لګېدلى بنديز لا پاى ته نه دى رسېدلى او شاپور ځدراڼ په ملي شپږيزه سياليو کې برخه نه وه اخيستې، نو ځکه اوس په ملي لوبـډله کې ورته چانس نه دى ورکړل شوى.

login or register a new account.

Related Topics