پل علم (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه يو پخوانى مشهور زيارت پر بمونو الوځولى دى.
د لوګر د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په بادخاپ روغني سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل: ((دغه زيارت د پير شاه عبدالصمد و او طالبانو پر بمونو الوځولى دى.))
ولسوال وايي چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.
د بادخاپ روغني سيمې یوه اوسېدونکي ذاکر پژواک ته وويل: ((تېره شپه ناوخته موږ ويده وو چې قوي چاودنه وشوه او سهار بيا خبر شوو چې د پير شاه عبدالصمد زيارت پر بمونو الوځول شوى دى.))
هغه معلومات نه درلودل چې دغه زيارت د چا له خوا الوځول شوى خو زياته یې کړه دغه زيارت په دې سيمه کې يو ډېر مشهور زيارت و چې خلک به د دعا لپاره ورتلل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د شاه خلوتي زيارت پر بمونو الوځول شوى و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP