Language

په بلخ کې یوه ځوان خپله کوژدنه او خواښې وژلې دي

مزارشريف (پژواک، ٢٨ وږى ٩٥): په بلخ ولايت کې یوه ځوان خپله کوژدنه او خواښې د تومانچې پر ډزو وژلې دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکى یاد ځوان مزارشريف ښار ته د خپلې خواښې کور ته ورغلى و او بیا یاده پېښه رامنځته شوې ده.

د قادري په وينا چې دغه کس خپله خواښې او کوژدنه وژلې او د خواښې مور يې سخته ټپي کړې ده.

دى وايي چې بريدګر له سيمې تښتېدلى او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

نوموړي د دې پېښې لامل کورنی تاوتريخوالي ياد کړ، خو زياته يې کړه چې تر پلټنو وروسته به هر څه روښانه شي.

د مزارشريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته دوه جسدونه او یوه ټپي مېرمن ور وړل شوي دي.

نوموړي د ټپي روغتيايي حالت د ډاډ وباله.

login or register a new account.

Related Topics