Language

د موټرو د ټکر په پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): د کابل- لوګر پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن مطيع الله صادق د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- لوګر پر لويه لار ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.

هغه وايي: ((يو سراچه موټر چې له کابل څخه لوګر ته روان وو، د ملي اردو له يو بار وړونکي موټر سره جنګېدلې ده.))

هغه وويل چې په دې پېښه کې دوه تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

د صادق په وينا، وژل شوي او ټپيان ټول د سراچې موټر سپرلي او ملکي خلک دي.

ده زياته کړه چې پېښه د سراچې موټر د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او د ملي اردو موټر ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.

قوماندان دا هم وويل چې ټپيان د محمداغې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

په محمداغې ولسوالۍ کې د شفيق عتيق الله لودين دولتي روغتون نوکريوال ډاکټر انس پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته دوه مړي او درې ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي چې په ټپيانو کې د دوو حالت ښه دى خو د يو بل کس چې روغتيايي وضعيت ښه نه و کابل ته لېږدول شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله په دې لاره ورته پېښې رامنځته شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.