Language

د پکتیا د کلیو د پراختیا ریاست لوټ او سوځول شوی

ګردېز (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): ناپېژانده وسله والو په پکتيا ولايت کې د کليو د پراختيا رياست تر لوټلو وروسته دغه ریاست سوځولی دی.

د پکتيا ولايت د کليو د پراختيا رياست يوه کارکوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته نا پېژانده وسله وال دغه رياست ته ورغلي دي.

هغه وايي چې يادو وسله والو د یاد رياست درې ساتونکي تړلي او بيا يي په لوټ لاس پورې کړى دى.

د هغه د معلوماتو له مخې، لوټمارانو يو پيکپ موټر، ٨ کمپوټر څلور پرينټرونه او يو شمېر نور تخنيکي وسايل هم له ځانه سره وړي دي.

ده وويل: ((غلو د تګ په وخت کې دغه رياست ته اور هم اچولى دى چې نږدې اتيا سلنه سوځېدلى دى او دا به وروسته معلومه شي چې څومره شيان په کې سوځېدلي دي.))

دغه راز د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل هم ياده پېښه تاييد کړه او ويي ويل چې امنيتي کسانو د ياد رياست ساتونکي نيولي دي.

ده وويل چې د دغه رياست ځيني چارواکي هم د پوليسو تر څېړنو لاندې دي خو د نورو جزئياتو په اړه يې څه ونه ويل.

د پکتيا د کليو د پراختيا رياست د ګردېز ښار شمال لوېديځ ته په يو کيلومترۍ کې د استوګنې د کورونو په منځ کې موقعيت لري.

login or register a new account.