Language

د پکتیکا والي: د پولیسو له لیکو به کم عمره کسان وباسم

ښرنه (پژواک، ٢٩ وږى ٩٥): د پکتيکا والی وايي چې د يوې مياشتې په موده کې به د امنيتي ځواکونو له ليکو هغه کسان وباسي چې قانوني عمرونه يې نه وي پوره کړي او جذبوونکو ته به يي هم سزا ورکړل شي.

د پکتيکا والي الياس وحدت دغه څرګندونې د وږي په ٢٩مه په هغې غونډه کې وکړې چې د کورنيو چارو، ملي دفاع وزارت، عدليې وزارت، ولسمشری ماڼۍ، لویې څارنوالۍ او د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون استازو په کې هم ګډون درلود.

په دې غونډه کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ماشومانو څانګې مشر عبدالله عابد وويل چې پکتيکا ته د دوی د راتګ موخه د امنيتي ځواکونو له ليکو ليدنه او له هغو څخه د کم عمره ماشومانو ايستل دي.

نوموړي زياته کړه چې په نړيوالو غونډو کې پر افغانستان نيوکې شوې چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې يې کم عمره ماشومان دندې ترسره کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني يو فرمان صادر کړی چې له مخې بايد ټول هغه کسان د امنيتي ځواکونو له ليکو و ايستل شي چې قانوني عمرونه يې نه دي پوره کړي.

ده وويل: ((د پکتيکا چارواکي بايد په يوه مياشت کې موږ ته معلومات راکړي چې څومره ماشومان يې د امنيتي ځواکونو له ليکو څخه ايستلي دي.))

خو د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ماشومانو څانګې مشر دا ونه ويل چې څومره ماشومان د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې دندې ترسره کوي.

دغه راز د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې د يوې مياشتې په موده کې به ټول هغه کسان د امنيتي ځواکونو له ليکو و ايستل شي چې قانوني عمرونه يې نه دي پوره کړي.

ده ووي: ((زه به هغو کسانو ته هم سخته سزا ورکړم چې دغه ماشومان يې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې جذب کړي دي.))

د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې د بې کارۍ او بېوزلۍ له امله خلک اړ شوي چې خپل ماشومان د ملي ځواکونو په ليکو کې شامل کړي.

د هغه په وينا، د پکتيکا په بېلابېلو سيمو کې د ملي ځواکونو او په ځانګړې ډول د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې ماشومان ليدل کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د يادې ستونزې تر څنګ په افغانستان کې ماشومان د جنسي تېري، تښتونې او قاچاق له ګواښونو سره هم مخ دي.

login or register a new account.