کندوز (پژواک ٣١ وږى ٩٥): د کورنيو چارو وزير وايي، د کندوز امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دى، خو په دې ولايت کې د امنيت ټينګښت او د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه پراخه عمليات پيل شوي دي.
د هېواد ياد لوړپوړي امنيتي چارواکي چې د کندوز امنيتي وضعيت د څېړلو لپاره دغه ولايت ته سفر کړى، وويل چې پخوا د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه عمليات پيل شوي و، خو امنيتي ځواکونه د ځينو ګواښونو له امله نورو ولايتونو ته لېږل شوي، چې دغه کار د وسله والو طالبانو د نفوذ او فعاليت لامل شوى دى.
د کورنيو چارو وزير د دې خبرې له منلو سربېره چې د کندوز امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دى؛ زياته کړه چې په دې ولايت کې د وسله والو مخالفينو له منځه وړلو لپاره عمليات پيل شوي او په دې عملياتو کې به ډېرې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي.
نوموړي د کندوز له اوسېدونکو وغوښتل چې په خپلو سيمو کې له امنيتي ځواکونو سره د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي او دوى خپلو اولادونو ته له وسله والو طالبانو سره يو ځاى کېدو ته اجازه ورنه کړي.
نوموړي له دشت ارچې ولسوالۍ څخه د ليدو پر مهال وويل، اوسمهال په دې ولسوالۍ کې عمليات روان دي او خلکو ته يې ډاډ ورکول کېږي، چې ډېر ژر به د دې سيمې امنيت ټينګ کړى شي.
کندوز کې يوه قومي مخور مارشال امين د ياد ولايت له امنيتي وضعيت څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل، امنيتي ارګانونه په ځانګړي ډول د کورنيو چارو وزارت دې د کندوز د امنيت ټينګښت ته ډېره پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه، د امنيتي وضعيت د خرابوالي له امله ټول سوداګر او پانګوال له دغه ولايت څخه تښتېدلي او له دې امله د بې روزګارۍ، بې وزلۍ او له وسله والو مخالفينو سره د ځوانانو د يوځاى کېدو کچه هم لوړه شوې ده.
login or register a new account.