Language

پل علم (پژواک ٣١ وږى ٩٥): د لوګر چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې پر عالي دار المعلمين د بم په لاسي بريد کې څلور تنه ټپيان شوي دي.

د دې ولايت د پوهنې رياست وياند شاپور عرب، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه نامعلوم کس نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې بجو د دارالمعلمين د رياضي څانګې ادارې خونې ته لاسي بم اچولى او په خپله تېښتېدلى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو ښوونکى او درې ښځينه محصلينې ژوبل دي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پل علم د مرکزي روغتون يو ډاکټر احمدالله نالان، پژواک ته وويل چې له څلورو ټپيانو څخه دوه يې رخصتي شوي او پاتې دوه نور بستر دي.

د امنيه قومندانۍ جنايي مدير سمونوال محمدجان عابد وايي چې بريدګر تراوسه پورې نه دى نيول شوى، خو د نيولو هڅې پې پيل شوې دي.

د پوهنې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې بيا د ياد بريد د غندلو ترڅنګ له امنيتي ادارو غوښتنه شوې، چې د بريد په تړاو څېړنې وکړي او عاملان يې د قانون منګولو ته وسپاري.

سرچينه کاږي، په دې بريد کې د مولوي عبدالمنان په نوم ښوونکى او درې ښځينه زده کوونکې ژوبل دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.