Language

په پکتیکا کې د طالبانو تر منځ د عشر ټولولو پر سر اختلافات پیدا شوي

ښرنه (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): د پکتيکا چارواکي او ځيني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د عُشر راټولولو پر سر د وسله والو طالبانو تر منځ اختلافات پيدا شوي خو طالبانو بيا دغه څرګندونې رد کړې دي.

د پکتيکا د سر روضې ولسوالۍ د مارزکو کلي اوسېدونکي بشير مارزک د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې عُشر د وسله والو طالبانو له مهمو عایداتي سرچینو بلل کېږي چې هر کال طالبان لسګونه میلیونه افغانۍ له دې لارې لاسته راوړي.

هغه زیاته کړه چې په تېر کال کې وسله والو طالبانو د سر روضې ولسوالۍ له اړوندو غرونو چې ډېری یې د جلغوزو پر اونو پوښلي دي، د ۴ میلیونه افغانیو په شاوخوا کې عُشر ټول کړى و.

هغه وایي، خلک ځکه وسله والو طالبانو ته عُشر ورکوي چې دغه غرنۍ سیمې د وسله والو طالبانو په واک کې دي او خلک هم له وېرې ورته عُشر ور کوي.

د همدې ولسوالۍ د سلطان کلي يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې په روان کال کې يې د خپلو جلغوزو له حاصلاتو څخه ١٤٨زره افغانۍ عُشر ورکړی دى.

هغه وايي: ((سږ کال زما څلورنيم وری جلغوزي شوي دي، هر ورى ٢٠ منه کېږي او په هر وري باندې طالبان ٣٣زره افغانۍ عُشر اخلي نو موږ خپل عشر ورکړى دى.))

دغه راز د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي محمدحنيف پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې د جلغوزیو د عُشر ټولولو پر سر د وسله والو طالبانو تر منځ اختلافات پيدا شوي دي.

ده زياته کړه: ((عُشر د طالبانو ډېر ښه عايد دى خو اوس یې تر منځ اختلافات پيدا شوي او يو پر بل باور نه لري.))

دغه راز د پکتیکا والي الیاس وحدت پژواک ته وویل چې وسله وال طالبان هر کال په دغه ولايت له خلکو ميليونونه افغانۍ د عُشر په نامه ټولوي.

login or register a new account.