Language

وسله والو طالبانو د پکتيکا د ولايتي شورا د وکيلې زوى وژلى

ښرنه (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٥): د پکتيکا ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې د ولايتي شورا د وکيلې زوی د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوی دى .

د ولايتي شورا د وکيلې خاوند زمرک کټوازي د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې زوی يې د خيرکوټ ولسوالۍ د منارې په سيمه کې د وسله والو طالبانو په يو کمين کې وژل شوی.

هغه زياته کړه، چې زوی يې د پکتيکا ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د ساتمن دنده درلوده، چې خپل پلرني کلي ته نږدې د وسله والو طالبانو له لوري پر ډزو سره وژل شوى.

بلخوا ددې ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې يوتن ماين خښوونکی د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوی.

دغه راز د پکتيا ولايت په ګردېز ښار کې هم يو تن ماين خښوونکى د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوى.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.