کابل (پژواک، ۲ تله ۹۵): د نیپال حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته د نیپالي وګړو پر تګ پر بندیز سربېره هم دغه هېواد ته د نیپالي وګړو غیر قانوني تګ مخ په ډېرېدو دی.
د نیپال د حکومت د تازه راپورونو په بنسټ، اوس په افغانستان کې سلګونه نیپالیان اوسېږي چې د امریکايي ځواکونو د ساتونکو په توګه، د بهرنیو هېوادونو په سیاسي دفترونو، امنیتي شرکتونو، نړیوالو بنسټونو، د هغو له ډلې د ملګرو ملتونو په سازمان کې په کار بوخت دي.
نیپالۍ ورځپاڼې هیمالیا د نیپال د دولت د چارواکو له خولې ویلي چې په کابل کې د طالبانو د ۱۳۹۵ کال د مرغومي د ۳۱مې له برید وروسته چې ۱۲ نیپالیان په کې ووژل شول، د نيپال حکومت افغانستان ته د کار لپاره پر خپلو وګړو د سفر بندیز ولګاوه.
ویل شوي سربېره پر دغه بندیز هم په ډېر شمېر نیپالي وګړي پرته د حکومت له اجازې په غیر قانوني ډول د هند او پاکستان له لارې افغانستان ته ځي.
د نیپال د دولت له لوري وړاندې شوې شمېرې ښيي چې دمګړۍ شاوخوا درې زره او ۳۲۳ نیپالیان افغانستان ته د کار لپاره تللي دي چې له ډې ډلې زر یې له امریکايي ځواکونو سره کار کوي.
ویل شوي چې د ۱۳۸۲ کال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو او بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د حضور له پیله بیا تر اوسه شاوخوا ۵۰زره نیپالیان افغانستان تللي او هلته کارونه کړي دي.
تر اوسه مسوولو چارواکو په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې اړه کوم غبرګونه نه دی ښودلی خو وروسته له دې یې ویلي وو چې یو شمېر بې اسناده بهرنیان یې له هېواده شړلي دي.
افغانستان ته د غیر قانوني نیپاليانو د ډېر راتګ خبره په داسې حال کې کېږي چې د دولتي چارواکو د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې په دغه وروستي کال کې د بېکارانو شمېر ډېر شوی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د کار پر شرایطو برابر د شاوخوا لس میلیونه کسانو له ډلې، شاوخوا څلور میلیونه کسان کار نه لري، او له دې ډلې اته سوه زره خو بېخي بېکاره دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP