Language

د بلخ په شورتېپې ولسوالۍ کې د طالبانو يو مهم شپږ کسيز ګروپ نيول شوی

مزار شريف (پژواک، ٣ تله ٩٥):د بلخ  ولايت په شورتېپه کې د عملياتو پر مهال د طالبانو يو مهم شپږ کسيز ګروپ نيول شوى او په کاپيسا کې اووه تنه نامسوول وسله وال  هم نيول شوي دي .

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د تلې په ۳ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې عمليات  د جمعې ورځې له سهاره پيل شوي و  چې تر شپې ناوخته يې دوام درلود.

د هغه په وينا، په عملياتو کې د بلخ لپاره د طالبانو د مرستيال والي ورور، د طالبانو د يوه ولسوال دوه وروڼه، يو تن ماين جوړونکی او دوه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي.

د والي وياند زياتوي چې د دغو عملياتو مشري د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور کوله چې په پايله کې يې ۹ کلي هم له وسله والو څخه پاک شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ديوبل خبرله مخې، د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي چې ځواکونو يې اووه  تنه  نامسوول وسله وال له  وسلو سره يو ځای نيولي دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني د  تلې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کسان تېره ورځ  په  نجراب ولسوالۍ کې  نيول شوي.

هغه زياته کړه  چې يادو کسانو د نشه يي توکو کاروبار هم کاوه او په سيمه کې يې له وسله والو مخالفينو سره اړيکې هم درلودې .

د نوموړي په وينا، دوى د نورو ورانکاريو ترڅنګ پر لويو لارو د ماينونو ځاى پر ځاى کولو او چاودنو کې هم لاس درلود، چې په يوه چاودنه کې تېره اوونۍ درې پوليس وژل شوي وو.

اميني وويل چې دغه کسان د يوه کمين په ترڅ کې له وسله سره يو ځاى نيول شوي دي.

د يادونې ده چې په کاپيسا کې خلک د حکومت له وسله والو مخالفينو سر بېره له  نامسوولو وسله والو هم  شکايت کوي.

login or register a new account.