تالقان (پژواک، ٤ تله ٩٥): په تخار کې امنيتي ځواکونو د کمپاين په ترڅ کې د سلګونو شخصي او دولتي موټرو تورې ښيښې پاکې کړې او لسګونه ميله غير قانوني وسلې يې هم ټولې کړې دي.
له تېرو دوو ورځو راهيسې د تخار په مرکز تالقانو کې دغه کمپاين پيل شوى دى.
د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي په دې تړاو د تلې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، له دغه کمپاين څخه اساسي موخه د قانون پلي کول دي.
ده زياته کړه چې په کمپاين کې د ټولو دولتي او غير دولتي موټرو تورې ښېښې پاکېږي؛ ځکه چې د تورو ښيښو له موټرو ناوړه ګټه اخيستل کېږي.
د هغه په وينا، پوليس ژمن دي چې په دې برخه کې له ټولو سره يو شان چلند وکړي او د هېچا واسطه نه منل کېږي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال عبدالرووف پژواک ته وويل، د دغه کمپاين په ترڅ کې تر اوسه د سلګونو دولتي او شخصي موټرو تورې ښيښې پاکې شوې دي.
د ده په خبره، د همدغه کمپاين پر مهال لسګونه ميله غير قانوني وسله هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړې ده.
هغه وايي: ((له دې موټرو څخه ناوړه ګټه پورته کېږي چې د امنيت لپاره هم ستر ګواښ دى.))
دى زياتوي، ډېر ژر به دغه کمپاين د تخار ځينو ولسواليو ته هم وغځول شي.
خو د تالقانو ښار اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل، يواځې دولتي چارواکي او زورواکي د تورو ښيښو په موټرو کې ګرځي.
هغه وايي: ((عام خلک دغه کار نه شي کولى، همدا زورواکي دي چې دا کار کوي او پوليس هم بيا د دوى مخه نه شي نيولى.))
د دې ښار بل اوسېدونکي فضل احمد پژواک ته وويل: ((ترڅو چې دولتي چارواکي قانون په ځان تطبيق نه کړي، دغه ډول کمپاينونه هېڅ نتيجه نه ورکوي.))
login or register a new account.