Language

د بلخ معلولينو د پوهنې رياست له ناسم چلند څخه شکايت وکړ

مزارشريف (پژواک، ۶ تله ۹۵): د بلخ ولايت معلولينو په دغه ولايت کې د معلولينو پر وړاندې د معارف له ناسم چلند څخه شکايت وکړ.

د تلې په ۶مه، د بلخ ولايت د معلولينو ټولنې يو شمېر غړو او د ړندو او کڼو د عالي ښوونځي ځينو ښوونکو نن د خبري ناستې په ترڅ کې د ياد ښوونځي د تشکيلاتو او د ياد ښوونځي د نورو چارو په اړه معارف په ناسم چلند تورن کړ.

د بلخ ولايت د ړندو او کڼو د عالي ښوونځي ښوونکي جمال الدين عصمتي وويل، د دغه ولايت معارف رياست هڅه کوي، چې په فساد تورن يو کس د کڼو ا و ړندو د عالي ښوونځي د مدير په توګه وټاکي.

نوموړي زياته کړه، دوی د ياد ښوونځي د جوړېدو لپاره له تېرو څو کلونو خورا هڅې کړې دي چې بايد د پوهنې رياست ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

عصمتي وويل، په ياد ښوونځي کې کابو اتيا ړانده او کاڼه په زده کړو بوخت دي؛ خو معارف رياست ورته له لومړنيو اسانتياوو پرته په تېرو څلورو کلونو کې د ياد وړ پام نه دی کړی.

د هغه په وينا، ياد ښوونځى له تېرو څلورو کلونو جوړ شوی؛ خو لا هم ودانۍ نه لري او په کرايي خونو کې د تدريس چارې پر مخ وړي.

د ړندو او کڼو د عالي ښوونځي بل ښوونکي کمال الدين وويل: ((معارف موږ ته په کمه سترګه ګوري، زموږ زده کړو ته د زده کړو ارزښت نه ورکوي، که نه ولې به يې غير مسلکی کس زموږ لپاره مدير ټاکه.))

هغه وايي، معارف بايد د اصولو له مخې خپلې چارې وړاندې بوځي.

د بلخ د معلولينو ټولنې او مدني فعال سيدمحمد يزدان پرست هم معارف له ړندو او کڼو زده کوونکو سره په ناسم چلند تورن کړ.

نوموړي، چې ځان يې د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې د کمېسون غړی هم معرفي کړ، وويل، چې د معارف له خوا د ړندو او کڼو لپاره د عبدالستار ميرزا په نامه ټاکل شوی مدير په فساد تورن دی.

د هغه په خبره، دغه کس له دندې وړاندې د بلخ ولايت د سواد زده کړې د برخې مسوول و، چې په اوږدو کې يې په فساد تورن شوی و.

نوموړي پر ولايتي شورا غږ وکړ، چې د بلخ د معارف رياست د څېړلو چارې، چې نږدې څلوېښت ورځې وړاندې يې پيل کړي، ژر پای ته ورسوي او خلکو ته د دغه رياست د چارو په اړه معلومات وړاندې کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.