Language

په کندوز ښار کې د ملي اردو ١٠ سرتېري په مرموز ډول وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ٦ تله ٩٥): چارواکي وايي چې په کندوز ښار کې د ملي اردو لس سرتېري په مرموز ډول وژل شوي دي.

په کندوز کې د پوليسو د سپين زر زون قوماندان شېر عزيز کامه وال د تلې په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د کندوز ښار  د زاخېل اخندانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د ملي اردو په يوه پوسته کې ١٢ سرتېري وو چې دوو تنو يې خپلو ملګرو ته نشه يي توکي ورکړي او بيا يې په خوب کې وژلي دي.

د نوموړي په وينا، ياد دوه سرتېري د پوستې له وسلو او مهماتو سره تښتېدلي ، خو نه پوهېږي چې چېرته به تللي وي.

په دغه ولايت کې د ملي اردو د شلمې فرقې قوماندان بريد جنرال اکرام الدين سامع هم د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

هغه زياتوي، تېره شپه وسله والو مخالفينو پر دې پوستې بريد هم کړى و، خو تراوسه دا نه ده  جوته چې ياد سرتېري په نښته کې وژل شوي او که د خپلو ملګرو لخوا.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې ويلي چې په دې پېښه کې ١٢ سرتېري وژل شوي .

له بلې خوا د وسله‌والو طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې تېره شپه طالبانو کندوز ښار د اخندانو په سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی  او ١٣ سرتېري يې وژلي دي.

login or register a new account.