ګردېز(پژواک،٧تله٩٥): په پکتيا کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د وژل کېدو شلم تلين ونمانځل شو.
دغه غونډه د تلې په٧مه د پکتيا د اوسېدونکو او ځوانانو له خوا په ګردېز ښار کې جوړه شوې وه چې نږدې څلور سوه کسانو په کې برخه اخيستې وه ،چې يو شمېر يې د نوموړي د ګوند غړي او ځينې نور مينه وال وو.
ويناوالو د ډاکټر نجيب د سياست، دهغه د دريځ او د نوموړي د مفکورې په اړه خبرې وکړې او د خبرو تر څنګ يې له نړيوالې ټولنې او دولت څخه يو شمېر غوښتنې هم وکړې.
دغونډې ويناوالو پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله د هېواد رښتينی اتل وباله او نوموړی يې د ډيورڼد د کرښې د نه لاسليک قربانې ياد کړ.
په دې غونډه کې يوه قومي مشر حضرت محمد کوچي وويل چې ډاکتر نجيب الله يواځې د ډيورڼد کرښې د نه لاسليک له امله ووژل شو.
ده دا هم وويل چې دولت د ډاکتر نجيب الله دغه لويه قرباني هيره کړې او تر اوسه پورې يې ورته رسمي ځواب نه دی ويلی.
کوچي داهم وويل چې دوی به هرکال د ډاکټر نجيب الله د وژل کېدو تلين نمانځي او ددې قربانۍ يادونه به کوي.
د پکتيا ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري وويل: (( موږ له ملګرو ملتونو څخه غواړو چې نړۍ وال څېړونکي دې د نجيب د وژنې قضيه وڅېړي او بيا دې عاملين يې په سزا ورسوي.))
ده وويل چې نړيوال او په خپله دولت په دې قضيه کې ولې چوپ پاتې دی او بايد د ډاکټر نجيب الله د وژل کېدو خبره يې پخوا سپينه کړې واى.
د يادې غونډې يو شمېر نورو ګډنوالو هم ورته څرګندونې وکړې.
د غونډې په پاى کې ګډونوالو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په کابل کې د اريانا څلور لارې د نجيب الله څلورلارې په نوم ونوموي.
د هېواد پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله له نن څخه ۲۰کاله وړاندې په پلازمېنه کابل کې طالبانو وواژه او مړی يې پکتيا کې خپلې پلرنۍ هديرې کې خاورو ته وسپاره.
login or register a new account.