Language

د ماين په چاودنه کې د يوې کورنۍ ټول غړي ووژل شول

لښکرګاه (پژواک، ١٠ تله ٩٥) : په  هلمند ولايت کې د  ماين په چاودنه کې د يوې کورنۍ ټول غړي ووژل شول .

د  هلمند د والي وياندعمر ځواک د تلې په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا پېښه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د لښکرګاه اړونده د بولان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه  چې په ياده سيمه کې د جګړې له امله يوه کورنۍ په زرنج رېکشاه کې د لښکرګاه خوندي سيمې ته د وتلو په حال کې وه چې په لاره کې د وسله والو طالبانو لخوا ځاى پر ځاى شوى ماين پرې چاودېدلى دى.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې د څلورو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ٧ تنه وژل شوي دي.

خو د عبيدالله په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په ياده پېښه کې ١٣ ملکي وګړي وژل شوي   او يوې بلې سرچينې وويل چې ١١ ملکي وګړي وژل شوي دي.

په لښکرګاه کې د بست روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، دوى ته په درېيو بوريو کې له يادې سيمې د مړو غوښې او اندامونه راوړل شوي دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

login or register a new account.