Language

د کندوز د ولايتي شورا ځينو غړو تحصن وکړ

کندوز (پژواک ١٠ تله ٩٥): د کندوز د ولايتي شورا څو تنو غړو په دې ښار کې تحصن کړى او وايي، د دې ولايت د لويې لارې قومندان دې له دندې ګوښه شي.

د ولايتي شورا غړي امر الدين ولي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلور بجو پر ده او د ولايتي شورا پر دوو نورو غړو (عبدالاحد توريال او صفي الله اميري) باندې د لويې لارې د قومندان ميراحمد له خوا ډزې شوې دي.

ده زياته کړه، دوى درې واړه غړي د کندوز هوټل ته بلل شوي وو، خو هلته له رسېدو سره سم د قومندان ميراحمد د کسانو له خوا ورباندې فيرونه وشول چې لس دقيقې يې دوام وکړ، خو چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د هغه په خبره، تر دې وروسته د کندوز امنيتي مسوولين راورسېدل او وضعيت يې کابو کړ.

د کندوز د ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي هم د نوموړي خبرې تاييد کړې او زياته يې کړه، چې له امله د ده په ګډون د ولايتي شورا ٧ تنو غړو د ماښام په شپږنيمو بجو د هوټل مخې ته تحصن کړى او سرک يې بند کړى دى.

د ده په وينا، تر هغه به خپل تحصن ته دوام ورکړي، ترڅو ياد شوى قومندان د قانون منګولو ته نه وي سپارل شوى.

خو د کندوز والي اسدالله عمرخېل وايي، د ولايتي شورا ياد درې واړه غړي (توريال، ولي او اميري) له دښمن سره اړيکه لري او له همدې امله غواړي په کندوز کې وضعيت ګډوډ کړي.

نوموړي وويل، ياد درې واړه کسان چې کله هوټل ته تللي، نو هلته پوليسو د هغوى د تالاشي هڅه کړې وه، خو هغوى يې مخنيوى کړى او له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ نښته شوې ده.

د کندوز د امنيه قومندانۍ د امنيت امر ډګروال معصوم هاشمي، هم د والي څرګندونې تاييد کړې.

login or register a new account.