پل علم (پژواک، ١١ تله ٩٥): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې د يو ښوونکي په ګډون پنځه عام وکړي وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې وسله والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د طالبانو په ډزو کې پنځه عام وګړي وژل شوي دي.
د څرخ ولسوال محمد حنيف حنفي هم ياده پېښه تاييد کړه او ويي ويل چې په دې جګړه کې پنځه عام وګړي وژل شوي دي.
ولسوال وايي چې په وژل شوو کې يو ښوونکی او زوى یې هم شامل دي چې ښوونځي ته څېرمه په مرميو لګېدلي دي.
خو ده وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان د چا په ډزو کې وژل شوي دي.
د پنګرام سيمي اوسېدونکي محمد يعقوب پژواک ته وويل چې يادې جګړې نږدې دوه ساعته دوام وکړ او پنځه عام وګړي په کې ووژل شول.
محمد يعقوب وايي: ((معلم صاحب او زوى يې د مکتب په څنګ کې په مرميو لګېدلي دي، بل پر يو کور هاوان لګېدلې چې دوه تنه په کې وژل شوي او يو بل کس چې پټي کې يې کار کاوه هم وژل شوى دى.))
هغه وايي چې نن يې په کلي کې پنځه جنازې دي خو شکايت يې وکړ چې ډېرى وخت د هاوان مرمۍ د امنيتي ځواکونو له لوري توغول کېږي.
د دې جګړې په اړه تر اوسه طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام په څرخ ولسوالۍ کې د هاوان مرمې د لګيدو له امله يوې مور او دريو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP