خوست ښار(پژواک،١٢تله٩٥): په خوست کې د کرنې او مالدارۍ انستيتيوت لپاره د ٧ سوه زرو يورو په لګښت د ودانۍ جوړونې چارې پيل شوې.
د يادې ودانې د بنسټ ډبرې ايښودو په مراسمو کې د خوست ګڼ شمېر دولتي چارواکو ګډون کړى وو.
په دې غونډه کې د خوست والي حکم خان حبيبي وويل چې د کرنې او مالدارۍ انستيتيوت ودانۍ د خوست ښار ختيځ ته د غرغښت ليسې ترڅنګ پر ۱۱ جريبه ځمکه جوړېږي.
هغه وويل، دغه ودانۍ چې په يوه پوړ کې جوړېږي، د اتلسو خونو، تشنابونو او ځينو نورو ملحقاتو په درلودو سره څه باندې ۷ سوه زرو يورو ( شاوخوا ٩٠٠ زره امريکايى دالر )مالي لګښت پرې راځي، چې د المان هېواد له لوري ورکول کيږي.
نوموړي وويل: ((اتلس خونې او يو شمېر تشنابونه او دهليزونه لري. لابراتوار، د عملي کار لپاره ساحې او تجهيزات په کې شامل دي. انشاالله د جوړېدو کارونه به يې په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړ شي.))
حبيبي همدارنګه وويل، په پام کې لري چې په دې ولايت کې د کرنې او مالدارۍ سکتور ته د پاملرنې په زياتېدو سره دې برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
والي وويل: ((په خوست کې د کرنې او مالدارۍ ودې ته بنسټيزه اړتيا ده. زه د ولايتي ادارې په مشرۍ ژمنه کوم چې د نورې ابادۍ ترڅنګ به د کرنې او مالدارۍ برخې ته وده ورکوم.))
د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار پژواک ته وويل چې د کرنې او مالدارۍ د انستيتيوت لپاره د ودانۍ نشتون له امله اوسمهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
هغه له المان هېواد څنګه د مننې ترڅنګ د پوهنې له وزارت څخه هم غوښتنه وکړه چې د نورو ښوونيزو مرکزونو د ستونزو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.
ده وويل: ((دې ودانۍ ته جدي اړتيا لرو، ځکه انستيتيوت مو په يوه کرايي کور کې فعال کړی، چې خونې يې کوچنۍ دي او د ټولګيو کار نه ورکوي. د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د زده کوونکو ستونزې هوارې شي او همدارنګه د عملي زده کړو لپاره هم ورته زمينه برابرېږي.))
د خوست د کرنې او مالدارۍ انستيتيوت په يوه کرايي کور کې فعال دی چې ۱۹۴ زده کوونکي لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن