Language

“شمال کې به د المان د بيارغونې چارې د تېر په څېر روانې وي”

مزارشريف(پژواک،١٢تله۹۵): په مزارشريف کې د المان قونسل وايي چې په شمال زون کې به د المان هېواد د بيارغونې چارې د تېر په څېر روانې وي.

د تلې په ۱۲مه، په مزارشريف ښار کې په المان قونسلګرۍ کې د المان شرق او المان غرب د يو ځای کېدو د کليزې په وياړ غونډه جوړه شوې وه، چې د شمال زون د بېلا بېلو ولايتونو د دولتي او امنيتي چارواکو سربېره، د بلخ ولايتي شورا غړو او د مدني ټولنو ځينو فعالانو برخه پکې اخيستې وه.

په شمال زون کې د المان قونسلګرۍ قونسل روبوټ کلنکي د دغې غونډې ګډنوالو ته په وينا کې د افغانستان او المان دوستي او اړيکې تاريخي وبللې.

نوموړي زياته کړه: ((افغانستان زموږ د خلکو ذهن او زړه ته نږدې هېواد دی.))

هغه وايي، چې المان په تېرو ديارلسو کلونو کې د افغانستان په شمال کې په هراړخيزه توګه د بيارغونې په چارو کې مرسته کړې او دغه ډول مرستې به يې له دې وروسته هم روانې وي.

د المان قونسل وويل، چې د شمال زون د اوسنيو امنيتي حالاتو سربېره به هم المان د قانون د حاکميت او د ښوونځيو، د سړکونو په جوړولو او د روغتيايي چارو په ترسره کولو کې مرسته کوي.

نوموړي زياته کړه، چې المان او افغانستان د تروريزم په نامه ګډ دښمن لري او د همدې دښمن پر وړاندې سلګونه الماني سرتېري له افغان سرتېرو سره په ګډه مبارزه کې شريک دي.

هغه همداراز په المان کې په غير قانوني توګه د ځينو افغان ځوانانو د پناه اخيستنې چارو ته اشاره وکړه، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه د دغې ستونزې د حل په موخه په ګډه کار کوي.

په شمال زون د المان قونسل وويل، چې جرمن او افغان حکومتونه د هغو ځوانانو په بېرته ستنېدو کې ګډې هڅې کوي، چې د سياسي پناه اخيستنې له اړتيا پرته په المان کې د ژوند کولو لپاره يې غير قانوني لارې چارې غوره کړې دي.

login or register a new account.